ads

جمهوررییس غني د هېواد عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

ارګ وایي، جمهوررییس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو سره د هېواد امنیتي وضعیت په تړاو ناسته کړې او سپارښتنه یې ورته کړې چې د روان وضعیت د بهبود لپاره ګړندي ګامونه واخلي.

شمس الرحمن شمس
7 چنګاښ 1400
جمهوررییس غني د هېواد عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

له اراګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د هیواد د امنیتي وضعیت په برخه کې د وروستیو انکشافاتو په هکله خپل راپور او د د وسلوالو د تحرکاتو د دفعې او مخنیوي په اړه خپل پلانونه او برنامې وړاندې کړې.

خبرپاڼه زیاتوي جمهوررییس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د وسلوالو مخالفینو د ګواښونو د دفعې په هدف په بېلابېلو مدیریتي او تاکتیکي سطحو کې لازم اقدامات ترسره کړي.

دا ناسته داسې مهال کېږي، چې لاهم په ګڼو ولایتونو کې جګړې روانې دي او طالبان د پنځو نورو ولسوالیو د نیولو پخلی کوي، خو دفاع وزارت بیا وایي، چې وسلوال طالبان د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ځپلي دي او  د لسګونو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA