ads

ایران افغانستان ته د درې اړخیزې ناستې وړاندیز کړی

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی ابراهیم طاهریان سره لیدلي او هغه ورته د افغانستان، پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې درې اړخیزې ناستې وړاندیز کړی.

شمس الرحمن شمس
7 چنګاښ 1400
ایران افغانستان ته د درې اړخیزې ناستې وړاندیز کړی

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سولې بهیر بریا لپاره د سیمه ایزې اجماع پیاوړي کولو  په هدف د درې اړخیزې ناستې وړاندیز منلی او یاده ناسته یې د سیمه ییزې اجماع  د پیاوړتیا لپاره مهمه بللې.

ایران د یادې ناستې وړاندیز داسې مهال کوي چې په دې ورستیو کې د افغان سولې پروسې بهیر په ټپه ولاړ دی او په هېواد کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA