ads

پولیسو په کابل کې یو تن ماین خښوونکی نیولی

د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو په کابل ښار کې یو تن ماین خښوونکی نیولی دی.

شمس الرحمن شمس
6 چنګاښ 1400
پولیسو په کابل کې یو تن ماین خښوونکی نیولی

د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا کلید ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار په اتمه ناحیه کې یو ترهګر د مقناطیسي ماین د لېږدونې پر مهال نیولی دی.

نوموړی وایي، له یاد کس څخه دوه کړۍ مقناطیسي ماینونه چې له موبایل سره نښلول شوي وو، ترلاسه شوي دي.

نیول شوي کس د لومړنیو څېړنو پر مهال خپل جرم منلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA