ads

پولیسو په کابل ښار کې د درېیو پېښو مخنیوی کړی

امنیتي چارواکي په کابل ښار کې د درېیو خونړیو پېښو د مخنیوي خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
6 چنګاښ 1400
پولیسو په کابل ښار کې د درېیو پېښو مخنیوی کړی

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، ترهګرو نن سهار د کابل کلکان ولسوالۍ اړوند بابوش سیمه کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې د پولیسو لخوا کشف او چاودنه ورکړل شوه.

د نوموړي په خبره پولیسو همدارنګه د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د راکټ یوه مرمۍ او یو کړۍ ماین د قلعه میرای په سیمه کې کشف او شند کړل.

دی زیاتوي یاد چاودېدونکي توکي د ترهګرو لخوا خوندي شوي وو، ترڅو په ترهګریزو بریدونو کې ترې ګټه واخلي؛ خو د کابل پولیسو یې پلان شنډ کړ او د ګڼو ملکي وګړو ژوند یې وژغوره.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA