ads

پروان کې چادونې ۱۱ تنه ټپیان کړل

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، نن ماسپښین ۳ او ۳۵ دقیقې د پروان ولایت مرکز چاریکار ته نږدې پر یوه عراده کاسټر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې پکې ۱۱تنه ټپیان شوي دي.

شمس الرحمن شمس
6 چنګاښ 1400
پروان کې چادونې ۱۱ تنه ټپیان کړل

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې په ټپیانو کې درې نارینه، درې مېرمنې او دوه تنه ماشومان شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي ټپیان نږدې روغتون ته وړل شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA