ads

دفاع وزارت: په درې ولایتونو کې ۱۰۲ تنه طالبان وژل شوي

دفاع وزارت د هېواد په درې ولایتونو کندهار، هلمند او زابل کې وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
6 چنګاښ 1400
دفاع وزارت: په درې ولایتونو کې ۱۰۲ تنه طالبان وژل شوي

له دغه وزارت څخه په جلا خبرپاڼو کې راغلي چې تېره ورځ افغان ځواکونو په کندها، هلمند او زابل ولایتونو کې د وسلوالو طالبانو پر ضد عملیات کړي چې په پایله کې ۱۰۲ تنه وسلوالو طالبانو وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د کندهار ولایت پنجوایي، غورک، خاکریز او ژیړۍ  ولسوالیو کې د عملیاتو په پایله کې ۵۷تنه طالبان وژل شوي او ۱۱تنه نور تپیان شوي.

همدارنګه افغان ځواکونو د هوایي قواوو پر ملاتړ دهلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۲۳تنه وسلوالو طالبان وژلي دي او ۱۲ تنه نور یې تپیان کړي دي.

خبرپاڼه همدارنګه زیاتوي افغان ځواکونو د زابل ولایت میزان ولسوالۍ اړوند سیمو کې د عملیاتو په پایله کې ۲۲تنه طالبان وژلي او اته تنه نور یې ټپیان کړي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپله ټوېتر پاڼه د هلمند ګرشک، د بلخ شور تپه، د میدان ورګ ولایت چک ولسوالیو  اړوند ځینو برخو کې د پرمختګ خبر ورکړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA