ads

برېښنا شرکت: پروان کې د وارداتي برېښنا پایه الوځول شوې

د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، د روښنایي دښمنانو یو ځل بیا د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د رباط په سیمه کې  د وارداتي برېښنا یو پایه په بمونه الوځولې ده.

شمس الرحمن شمس
6 چنګاښ 1400
برېښنا شرکت: پروان کې د وارداتي برېښنا پایه الوځول شوې

د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې تخنیکي ټیمونه له درې میاشتینیو هڅو وروسته په دې بریالي شوي وو، چې ړنګې شوې ستنې بېرته ورغوي او پلان یې درلود چې نن د وارداتي برېښنا انرژي سل په سلو کې له اصلي شبکې سره وصل کړې وای، خو یو ځل بیا د افغانستان د خلکو دښمنانو یاد پلان ځنډنی کړ او یوې بلې ستنې ته یې چاودنه ورکړې.

خبرپاڼه زیاتوي تخنیکي ټیم کارکوونکي د پایې د ترمیم په کارونو بوخت دي او ژر به یاده ستونزه هواره کړي.

کابل ته د وارداتي برېښنا رسولو پایې ډېر کله د نامعلومه کسانو لخوا په مختلیفو سیمو کې په نښه کېږي، چې د کابل په ګډون د هېواد ډېری ولایتونه له برېښنا بې برخې کوي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA