جمهورریس غني د لوړي پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تېرې پنجشنبې امریکا ته په دوه ورځني رسمي سفر تللی و، چې د هغه هېواد له جمهوررییس جوبایډن او نورو مقاماتو سره یې ولیدل.
ارګ وایي، جمهوررییس غني د سفر په پایله کې له افغانستان سره د هر اړخیزو همکاریو او تل پاتې ملاتړ په تړاو د امریکا ډاډ ترلاسه کړ او د دې ترڅنګ امریکا له افغانستان سره ۳،۳میلیارده ډالره مالي ملاتړ اعلان هم وکړ.
له افغانستان سره د دغو مرستو خبره داسې مهال کېږي چې د سیپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې ټول بهرني سرتیري له افغانستان څخه وځي او د افغانستان امنیتي چارې ټولې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي چې دواړه لوري د پرمختګ ادعاوي کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

