ads

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۸ طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
5 چنګاښ 1400
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۸ طالبان وژل شوي

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د شنبې په ورځ کلید ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۸ طالبان وژل شوي، ۱۳۷ تنه ټپیان او ۱۲ تنه نیول شوي دي.
هغه زیاتوي، د افغان سرتېرو له لوري ۴۲ کړۍ ماینونه او په ډېره اندازه وسلې له منځه وړل شوي دي.
طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په غزني، لوګر، کندهار، فاریاب، بلخ، هلمند، کندز، بغلان، بدخشان او کابل ولایتونو کې اوښتې ده.
تېره ورځ هم د افغان سرتېرو په بریدونو کې د ګڼ شمېر طالبانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.
طالبانو ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA