ads

د پکتیا میرزکې ولسوالي له طالبانو پاکه شوه

د پکتیا سیمه‌ییز چارواکي پرون ناوخته د افغان سرتېرو په عملیاتو کې د دغه ولایت د میرزکې ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
5 چنګاښ 1400
د پکتیا میرزکې ولسوالي له طالبانو پاکه شوه

د یاد ولایت والي محمد حلیم فدایي وایي، افغان سرتېري توانېدلي چې د پکتیا میرزکې ولسوالۍ بیرته د طالبانو له شتون پاکه کړې.
دی زیاتوي چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ ودانۍ او ټول دولتي تاسیسات وران کړي او په وینا یي، د طالبانو جګړه یوازې د ولس پر خلاف ده.
د یادولو وړ ده چې وړمه ورځ د پکتیا احمد اباد او سید کرم ولسوالۍ هم د طالبانو له شتون پاکې شوې وې.
د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو هم د پکتیا د احمد اباد، سید کرم او میرزکې ولسوالۍ او همدارنګه د بغلان د دوشي او خانچارباغ ولسوالیو د بیرته نیولو خبر ورکړی.
طالبانو که څه هم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د فاریاب په ګډون یې په یو شمېر نورو ولایتونو کې د تازه ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA