د ده سبز ولسوالۍ د عملیاتو په اړه څېړنه کېږي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، د تېرې جمعې په شپه د کابل د ده سبز ولسوالۍ په ده یحیا کلي کې د صفر یو قطعې له لوري شپني عملیات ترسره شوي او په تړاو یې د دوی څېړنې روانې دي.