خبرپاڼه زیاتوي، د دغو عملیاتو په اړه باصلاحیته پلاوی ټاکل شوی، څو په دې اړه جدي پلټنې وکړي.
د سرچینې په وینا، ډېر ژر به د ترسره شوو عملیاتو څېړنې له خلکو او رسنیو سره شریکې شي.
د یادولو وړ ده چې وړمه شپه د کابل په ده سبز ولسوالۍ د شپنیو عملیاتو په پایله کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او دوه تنه امنیتي ځواکونو له ځان سره بېولي دي.
هغه وخت ځانګړو ځواکونو ویلي وو چې په دغو عملیاتو کې وسله وال مخالفین په نښه شوي دي.


