د دغه وزارت سرپرست وزیر وحیدالله مجروح د شنبې په ورځ په همدې هدف جوړش وي خبري کنفرانس ته دا څرګندونې وکړې.
هغه زیاتوي، د کورونا ویروس هغه ۱۹ پېښې مثبتې چې د دوی له لوري ازمویل شوې، ۱۱ یې «دلتا» او اته نورې بیا انګلیسي ډول دي او په وینایې، دا څه ښيي چې د کورونا ویروس «دلتا» ډول هم په پراخه کچه په هېواد کې خپور شوی دی.
مجروح یو ځل د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي سپارښتونو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.
په دې وروستیو کې په هېواد کې د کورونا ویروس درېیمه څه د پراخېدو په حال ده او ګڼ شمېر افغانان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
تر اوسه یې تر څلور زره د ډېرو هېوادوالو ژوند اخیستی دی.


