جمهور رییس محمد اشرف غني په همدې هدف جوړ شوي خبري کنفرانس ته وویل چې په دې لیدنه کې د امریکا جمهور رییس یو ځل بیا له افغانستان څخه د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ.
د ده په وینا، د امریکا حکومت ژمنه کړې چې افغان سرتېرو ته به په کلني ډول درې اشاریه درې میلیارده ډالر ورکوي او هغه قراردادیان چې د افغان سرتېرو د هوایي ځواکونو د ترمیم په برخه کې یې مسولیت درلود، هغوی به هم خپلو دندو ته دوام ورکوي.
جمهور رییس همدارنګه ویلي چې امریکا په افغانستان د خپل سفارت د دوام او یو بل هېواد ته د هوایي ډګر د مسولیت سپارلو ژمنه کړې او په خبره یې، په دې برخه کې له اړوند هېوادونو سره مشورې روانې دي.
د یادولو وړ ده چې جمهور رییس محمد اشرف غني او مل پلاوي امریکا ته د خپل دوه ورځني سفر پر دوام د کانګرېس له مشرې «نانسي پلوسي» او د امریکا له دفاع وزیر «لویډ استین» سره هم کتلي دي.
په دغو کتنو کې د افغانستان پر روان حالت، د مېرمنو پر حقونو او د افغان سرتېرو پر ملاتړ بحث شوی دی.


