د دغه ریاست ویاند سنګر نیازي د شنبې په ورځ کلید ته وویل، څه موده وړاندې چې په سالنګ ولسوالۍ کې د برېښنا ستنې ویجاړې شوې وې، اوسمهال رغول شوې دي.
هغه زیاتوي، د تېرې سه شنبې په ورځ چې د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د جګړې له امله د برېښنا مزي پرې شوي وو، نن امنیتي سرتېرو د برېښنا ریاست کارمندانو ته اجازه ورکړې چې په سیمه کې پرې شوي لینونه ورغوي.
دا په داسې حال کې ده له څو ورځو راهیسې د ویجاړو شوو ستنو بیا رغېدو له امله پر کابل ښار او ولایتونو د برېښنا جریان پرې شوی او هېوادوال یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
تر اوسه د ټول هېواد په کچه تر ۱۹ ډېرې د برېښنا ستنې نړول شوې، خو مسولیت یې کومې ډلې نه دی منلی.


