ads

امریکا په کندز او بغلان کې پر طالبانو بریدونه کړي

د امریکا له دفاع وزارت څخه یوې باوري سرچینې «فاکس نیوز» ته ویلي چې د امریکا هوایي ځواکونو په بغلان او کندز ولایتونو کې پر طالبانو د بې پیلوټه الوتکې بریدونه کړي دي.

محمدخان بریال
5 چنګاښ 1400
امریکا په کندز او بغلان کې پر طالبانو بریدونه کړي

د سرچینې په وینا، د امریکایي سرتېرو په دغو هوایي بریدونو کې یو شمېر طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د امریکا پوځ تر دې وړاندې هم ویلي چې د اړتیا په صورت کې به د افغان سرتېرو هوایي ملاتړ او پر طالبانو بریدونه کوي.
خو طالبان بیا دا څه په دوحه کې د امریکا او دوی تر منځ د شوې هوکړې خلاف عمل بولي.
د امریکا د پوځ له لوري دا بریدونه پر داسې مهال ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی او ځینې ولسوالۍ د دواړو لورو تر منځ لاس په لاس شوې دي.
په ورته وخت کې بیا د امریکا دفاع وزیر «لویډ اسټین» په واشنګټن کې له جمهور رییس محمد اشرف غني سره په لیدنه کې ویلي چې دغه هېواد به د افغان سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA