د ملي امنیت اړوند له صفر دوه څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اړوند په لسمې ویالې سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي دي.
د خبرپاڼې په وینا، د دغو عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې مالي غړی عطاالله او څلور تنه شکمن کسان نیول شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي، عطاالله په ننګرهار کې د داعش ډلې غړو ته مالي امکانات برابرول.
داعش وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.


