د سیمې خلکو د جمعې په ورځ کلید ته وویل، تېره شپه د ده سبز ولسوالۍ په ده یحیا کلي کې افغان ځانګړو سرتېرو عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر یې ځانګړو ځواکونو له ځان سره بېولي دي.
د سیمې د خلکو په وینا، ځانګړو سرتېرو دغه خلک له کورونو ایستلي او بیا یې وژلي دي.
په وژل شوو کې د پوهنتون استاد، ټرافیک او یو شمېر نور کسان هم شامل دي. د ملي امنیت د ځانګړو ځواکو د قطعې پر فېسبوګ پاڼه لیکل شوي چې په دغو عملیاتو کې پنځه وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه تنه نیول شوي دي.
ډېر کله په ورته پېښو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.


