ads

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۹ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت د افغان سرتېرو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د ګڼو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
4 چنګاښ 1400
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۹ طالبان وژل شوي

له دغه وزارت څخه د جمعې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۹ طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا، ۳۱ کړۍ ماینونه او سلې هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په کونړ، ننګرهار، کندهار، زابل، بلخ، هلمند، کندز، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې اوښتې ده.
پرون هم د ګڼو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و.
طالبانو بیا ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو نظر نه دی څرګند کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA