په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ویلي، تمه لري چې په درېیو میاشتو کې به د افغانستان د سولې په مسله کې جدي او روښانه پرمختګ رامنځته شي.
د یوناما په خبره، د دغه کار هدف د سولې د هڅو ملاتړ دی.
دا پرېکړه پر داسې مهال ترسره کېږي چې په دوحه کې د افغان سولې په تړاو په پیل شوو خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی رامنځته شوی او په ورته وخت کې په هېواد کې جګړو زور اخیستی دی.
افغان حکومت طالبان ملامتوي چې د سولې په تړاو خبرو ته نه چمتو کېږي، خو طالبان بیا پر حکومت تور پورې کوي چې سولې ته جدي اراده نه لري.
بل لور ته طالبان د دوحې د تړون له مخې له تورو او جایزه لېستونو څخه د دوی د مشرانو د نومونو پر ایستلو او لېرې کېدو ټینګار کوي.
طالبان وایي، د سولې په مخ کې تر ټولو ستر خنډ همدا دی چې لاهم له دغو لېستونو څخه د دوی د مشرانو نومونه نه دي ایستل شوي.


