ads

د پکتیا دوې ولسوالۍ د طالبانو له شتون پاکې شوې

د پکتیا سیمه‌ییز چارواکي د افغان سرتېرو د عملیاتو په پایله کې د دغه ولایت د دوو ولسوالیو د نیولو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
4 چنګاښ 1400
د پکتیا دوې ولسوالۍ د طالبانو له شتون پاکې شوې
د یاد ولایت والي محمد حلیم فدایي وایي، پرون افغان ځانګړو ځواکونو هلته عملیات پیل کړل چې په پایله کې سید کرم ولسوالي د طالبانو له شتون پاکه شوه او ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت هم د پکتیا د احمد اباد ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر ورکوي.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، امنیتي ځواکونو له طالبانو څخه د “سیدکرم” ولسوالۍ تر ازادولو وروسته د دغه ولایت احمد اباد ولسوالي هم د طالبانو له شتون پاکه کړه.
د خبرپانې په وینا، اوس مهال امنیتي ځواکونه د میرزکې ولسوالۍ پر لور د پرمختګ په حال کې دي او د دغې ولسوالۍ زیاتې برخې هم له وسله والو پاکې شوې دي.
وسله والو طالبانو که څه هم په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د فاریاب په ګډون یې په ځینو نورو ولایتونو کې د یو شمېر ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA