د دوی تر منځ په کتنه کې د افغانستان پر روان حالت او ورته نورو مسایلو بحث شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني او د مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د امریکا د حکومت په رسمي بلنه دغه هېواد په دوه ورځني سفر تللي.
د جمهوري ریاست ویاند لطیف محمود وایي، جمهور رییس غني به د امریکا له جمهور رییس جوبایډن او یو شمېر نورو امریکایي چارواکو سره وګوري.
د هغه په وینا، په پام کې ده چې د هغوی تر منځ په لیدنه کې د افغانستان پر روان حالت، د سولې پر پروسې او ورته نورو مسایلو بحث وشي.
د ارګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د “اړیکو د نوي فصل پر دوام، د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغان ځواکونو پر تمویل او تجهیز، له ترهګرۍ سره د مبارزې پر موضوع او له افغانستان سره په اقتصادي او پرمختیايي برخو کې د امریکا د همکاریو پر سر بحث او خبرې د دغه سفر مهم هدفونه دي.


