ads

دولینه ولسوالي د طالبانو لاسته لوېدلې

که څه هم امنیتي چارواکي د پکتیا ولایت د سید کرم او احمد اباد ولسوالیو د بیرته نیولو خبر ورکوي، خو په غور ولایت کې بیا دولینه ولسوالي طالبانو نیولې ده.

محمدخان بریال
4 چنګاښ 1400
دولینه ولسوالي د طالبانو لاسته لوېدلې

د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس فضل الحق احسان د جمعې په ورځ کلید ته وویل، تېره شپه له دې ولسوالۍ څخه ټول کومانډو او نورو سرتېري په الوتکه کې مرکز ته راوړل شوي دي.
د هغه په خبره، د سرتېرو رالېږد د غور ولایت د نظامي شورا او ۲۰۷ ظفر قول اردو په مشوره شوی دی.
احسان بیا هغه اوازې رد کړې چې ګواکي طالبانو دې دا ولسوالي نیولې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د غور یو شمېر نورو چارواکو طالبانو ته د دې ولسوالۍ د سپارلو خبر ورکړی.
طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA