امنیتي چارواکي وایي نن سهار د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند ده عربانو سیمه کې یو شمېر وسلوالو پر دوو امنیتي سرتېرو برید وکړ، چې د برید په پایله کې یو تن ژوند وبایله او بل یې ټپي شو.
د کابل د امنیه قوماندانۍ په یوې خبرپاڼه کې د یادې پېښې په تړاو د درې تنو د نیول کېدو خبر ورکړل شوی او په خپله خبرپاڼه کې یې ویلي نیول شوي درې کسان د ټپي شوي پولیس لورې پېژندل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي له دغو کسانو سره یو میل وسله هم د پولیسو لاس ته ورغلې ده.
چارواکی وایي پېښه د پولیسو تر څېړنو لاندې ده او وروستي جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


