د یادې قول اردو ویاند ایمل خان مومند وایي، تېره ورځ هوایي ځواکونو د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې پر وسلوالو طالبانو هوایي برید کړی چې په پایله کې ۲۰ تنه طالبان وژلي او ۷ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د نوموړي په خبره د بریدونو په ترڅ کې د وسلوالو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

