ads

د ارزګان د یوې ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته انتقال شوی

افغان چارواکي وایي، د نظامي شورا د یوې پرېکړې له مخې یې د ارزګان شهید حساس ولسوالۍ د موثریت نه درلودولو له امله مرکز ترینکوټ ته انتقال کړې ده.

شمس الرحمن شمس
3 چنګاښ 1400
د ارزګان د یوې ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته انتقال شوی

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په شهید حساس ولسوالۍ کې د ملي اردو یو کمپ چې د خلکو د امنیت په ساتلو کې موثریت نه درلود تخلیه او مرکز ترینکوټ ته انتقال شو.

سرچینه وایی، د یادې ولسوالۍ سرتېري او تجهیزات د ۲۰۵اتل قول اردو د څلورمې پلې لوا ته لېږدول شوي دي.

بل لور ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه د غزني د قره باغ او د ارزګان د چارچینو او د فاریاب ګرزیوان ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA