د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان کلید ته وویل چې افغان ځواکونو د متقابل بریدونو او نښتو په ترڅ کې ۲۲۱تنه طالبان وژلي او ۸۸ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د نوموړي په خبره، وسلوالو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د هېواد په کونړ، غزني، کندهار، اروزګان، زابل، فراه، غور، بلخ، فاریاب، هلمند، نیمروز، کندوز او بدخشان ولایتونو کې اوښتې ده.
دی زیاتوي چې افغان ځواکونو د بریدونو په پایله کې د وسلوالو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو په دې تړاو تازه څه نه دي ويلي، خو ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپله ټوېټر پاڼه د غزني د قره باغ او د ارزګان د چهارچینو او د فاریاب ګرزیوان ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

