له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررییس به د دغه سفر پر مهال د امریکا متحدو ایالتونو جمهور رییس جوبایډن، د کانګرس او سنا غړو او یو شمېر نورو مقاماتو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د نوي فصل او دوه اړخیزو مناسباتو د پیاوړتیا په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړي.
جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د جمهوررئيس لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د عامه او ستراتیژيکو اړیکو ادارې رئيس وحید عمر، د مذاکراتي پلاوي غړي عبدالمتین بېګ، ډاکتر حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئيسه شهرزاد اکبر ملتیا لري.
جمهوررییس امریکا ته داسې مهال سفر کوي چې ټاکل شوې ټول بهرني ځواکونه د سیپټمبر تر ۱۱مې نېټې له افغانستان څخه ووځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

