ads

ارګ: جمهور رییس غني امریکا ته ولاړ

جمهور رييس محمد اشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د يوه رسمي سفر په هدف تېره شپه د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ.

شمس الرحمن شمس
3 چنګاښ 1400
ارګ: جمهور رییس غني امریکا ته ولاړ

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد جمهور رئیس به د دې سفر په جریان کې د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس جوبایډن، د هغه هېواد یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو، د کانګرس او سنا غړو او یو شمېر اغېزناکو شخصیتونو سره په بېلابېلو کتنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د دوام، ډيپلوماتیکو اړیکو د لا پياوړتیا، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د تروریزم ضد مبارزې او له افغانستان سره په اقتصادي او انکشافي برخو کې د امریکا د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د جمهوررئيس لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د عامه او ستراتیژيکو اړیکو ادارې رئيس وحید عمر، د مذاکراتي پلاوي غړي عبدالمتین بېګ، ډاکتر حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئيسه شهرزاد اکبر ملتیا لري.

جمهوررییس امریکا داسې مهال سفر کوي چې ټاکل شوې ټول بهرني ځواکونه د سیپټمبر تر ۱۱مې نېټې له افغانستان څخه ووځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA