ads

کورنیو چارو وزارت: په هلمند ولایت کې ۵۹ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هلمند ولایت کې وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
2 چنګاښ 1400
کورنیو چارو وزارت: په هلمند ولایت کې ۵۹ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا وایي، افغان ځواکونو تېره ورځ د هوایي قواوو په ملاتړ د هلمند اړوند بولان کلا، نهرسراج، ګرمسیر، نادعلي او ناوې ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو پر ضد بریدونه کړي

د نوموړي په خبره د بریدونو په پایله کې د طالبانو د کلیدي قوماندانانو “ملا جميل”، “حاجي لالا”، “شاولي”، “سديس” او “همکار” په ګډون، ۵۹ تنه طالبان وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان دي.

دی زیاتوي به دغو عملیاتو کې یو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

چارواکي وایي، د هلمند ولايت په بېلابېلو برخو کې د دفاعي ځواکونو چاڼيز عمليات دوام لري ترڅو ټولي سيمې په بشپړ ډول د وسلوالو طالبانو له شتون څخه پاکې شي.

وسلوالو طالبانو په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA