د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي کليد ته وويل، تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې پر ۳۰۴ موټر ماين چاودنه کړې، پنځه تنه مړه او ۱۸ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
که څه هم امنیتي چارواکي دا د وسلوالو طالبانو کار بولي، خو یادې ډلې په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی چې د سړک غاړې ماین چاودنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي بلکې تر دې وړاندې هم ورته ډېرې پېښې شوې دي چې پړه هېڅ ډلې نه ده منلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

