ads

ملي امنیت د داعش ډلې یو تن غړی نیولی

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، د ملي امنیت ځانګړو خواکونو جلال اباد ښار کې د داعش ډلې یو تن غړی چې ریکشا کې د ځآنمرګي برید په موخه د چمتو شوي واسکټ د لېږد مسوولیت درلود نیولی دی.

شمس الرحمن شمس
2 چنګاښ 1400
ملي امنیت د داعش ډلې یو تن غړی نیولی

د نوموړي په خبره د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې بیز اکمالاتي سیمه کې د امجد مشهور په عبید د داعش ډلې یو تن غړی چې په ریکشا کې یې د ځانمرګي برید په موخه چمتو شوی واسکټ، دوه لاسي بمونه او شب نامې د بهسودو سخي موړ څخه را لیږدولې وې، د ملي امنیت ځواکونو له لورې ونیول شو.

داعش ډلې تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA