ددې اداري ویاند نظام الدین خپلواک کلید ته وویل، د شاه و عروس بند چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې یو له لویو پروژو څخه دی د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې موقعیت لري.
د نوموړي په خبره شاه و عروس بند د ۱.۲ مېګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري؛ ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبوي؛ د کال به ۳۳ ملیونه متر مکعب اوبهد تنظیموي او ۹ میلیونه متر مکعب اوبه به ذخیره کوي.
د یادونې وړ ده چې د دغه بند د جوړولو چارې بشپړې او تېره ورځ یې د اوبو ټولو لړۍ پيل شوه چې ډير ژر به بند ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


