له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۰۹ طالبان وژلي او ۱۲۹تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د خبرپانې له مخې دغه مرګ ژوبله د هېواد په لوګر، ننګرهار، کندهار، فراه، هرات، بلخ، هلمند، کندز، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې اوښتې ده.
وسلوالو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو پوستو د نیولو خبر ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

