ads

په کندهار کې خلک د افغان سرتېرو ملاتړ ته راوتلي

د کندهار ارغنداب او ژړۍ هغه دوې ولسوالۍ دي چې پکې عامو خلګو د امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسلې پورته کړې دي.

تاج محمد ساحل
1 چنګاښ 1400
په کندهار کې خلک د افغان سرتېرو ملاتړ ته راوتلي

د ارغنداب ولسوال انجینر محمد شریف رسولي وايي، په دې ولسوالي کې ۲۲۰ تنو ځوانانو د افغان ځواکونو په ملاتړ وسلې پورته کړې او غواړي چې په راتلوونکي کې د خپلې ولسوالۍ په ساتنه کې له افغان سرتېرو سره مرسته وکړي.
د رسولي په خبره، دغه کسان يې د ملي امنیت او سیمه‌ییزې اردو په رسمي قطعو کې جزب کړل او تر روزنې وروسته به سیمې ته ولېږل شي.
هغه کسان چې د حکومتي ځواکونو په ملاتړ يې وسلې پورته کړي وايي، غواړي چې د خپلو ولسوالیو په ساتنه کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
بلخوا قومي مشران په ولسوالیو کې د امنیت د ټینګېدو په برخه کې د خلګو همکاري ډېره اړینه بولي.
د ارغنداب تر څنګ په ژړۍ ولسوالۍ کې هم لسګونو ځوانانو د امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسلې پورته کړې او غواړي چې د ولسوالۍ په امنیت کې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA