ads

په ننګرهار کې د ماسک اچونې جبري کېدل

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایې، د والي په مشرۍ له کورونا ویروس سره د مبارزې کمېټې په جلال اباد ښار کې په ټولو ښاریانو د ماسک اچولو جبري کېدو پرېکړه کړې، چې له سرغړونکو سره به د پولیسو له لورې جدي چلند ترسره شي.

جان اغا صالح
1 چنګاښ 1400
په ننګرهار کې د ماسک اچونې جبري کېدل
د هغه په خبره، د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په هدف به همدا راز ښار ته د هغو وسایطو د راتګ مخه ونیول شي چې پکې ناست کسانو ماسک نه وي اچولی.
نوموړی وایې، جلال اباد ښاروالۍ، اصنافو او پولیسو ته دنده سپارل شوې، چې په ښار کې د ګڼې ګوڼې د ټولو سیمو مخنیوی وکړي.
خوږیاڼی زیاتوي:
«د ننګرهار ولایتي ادارې د پریکړې له مخې پر ټولو ښاریانو د ماسک اچول جبري شول، سرغړوونکو سره به یې د پولیسو له لوري جدي چلند وشي او همدا شان به هالونه او سپورټي کلبونه وتړي، هوټلونو کې د لس کسانو څخه د ډیرو مخنیوی وکړي او تفریحي پارکونو کې وقایوي برخې ته پاملرنه وکړي، موخه له یاد کار څخه د کورونا ویروس مخنیوی دی.»
نوموړی وایي، همدا شان پوهنې او حج اواوقافو ادارو ته سپارښتنه شوې چې د دیني مدرسو او ټولو تعلیمي مرکزونو د تړل کېدو پرېکړه تطبیق کړي او جوماتونو کې د لمانځه پر مهال واټن او ماسک استعمال ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په ورته مهال جلال اباد ښاریان د ولایتي ادارې دیادې پریکړې د هرکلي ترڅنګ د عملي کېدو غوښتنه کوي او وایې، لومړی دې یاده پریکړې په خپله دولتي مسولین مراعات کړي، څو نور عام وګړي هم په ورځني ژوند کې روغتیایي لارښوونې عملي او ماسک استعمالولو ته پام وکړي.
«موږ د ولایتي ادارې د ماسک اچولو پریکړې هرکلی کوو، خو غوښتنه مو دا ده چې په دې برخه کې اول باید خپله والي او نور چارواکي روغتیایي لارښوونې عملي کړي او بیا دې پر خلکو زور راوړي چې ماسک ته پام وکړي ترڅو د یادې ناروغۍ مخنیوی وشي.»
یو شمیر ښاریان بیا اندیښنه لري او وایې، عام وګړي روغتیایي لارښوونې عملي نه کړي او اړونده ادارې په دې برخه کې ناغیړي وکړي، نو ویره شته چې زیات خلک به پر کورونا وایرس اخته شي.
«زموږ اندیښنه دا ده چې که خلک همداسې بې پروا وي او ماسک او همدا شان روغتیایي لارښوونې عملي نه کړي نو پر دغه ناروغۍ د زیاتو خلکو د اخته کیدو ویره شته دی، تمه لرو ې دې برخه کې روغتیایي او همدا شان ولایتي اداره ځآنګې پاملرنه وکړي تر څو د یادې ناروغۍ مخه ونیول شي.»
په همدې حال کې دننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، افغانستان سره د پاکستان مرسته شوې روغتیايي بسته، دې ولایت ته رارسیدلې.
روغتیايي مسولینو ویلي، په دې مرسته شوې بسته کې د اکسېجن په ګډون د وېنټلېټور ماشینونه، د اکسیجن بالونونه، بي پاپ او N95 ماسکونه شامل دي.
 مسولین وایې، مرسته شوي توکي به د اړتیا پرمهال د هېواد ولایتونو ته هم ولیږدوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA