د دغه ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، هغه تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته وړل شوی او درملنه یې روانه ده.
د جمعه زاده په وینا، لاهم معلومه نه ده چې هغه په وسله وال برید کې ټپي شوی او که د بلې پېښې له امله ژول شوی دی.
هغه زیاتوي، د دې پېښې په تړاو څېړنې روانې او تر بشپړېدو وروسته به شریکې شي. بلخوا، د امېد عظیمي کورنۍ ادعا کړې چې پر نوموړي تېر ماښام د غزني ښار دویمې ناحیې په اړوندو سیمو کې ناپېژندو وسله والو برید کړی او ټپي شوی دی.
په غزني کې دا پېښه پر داسې مهال رامنځته کېږي چې په دې وروستیو کې په وسله والو بریدونو او چاودنو کې ګڼ خبریالان په نښه شوي دي.
تر اوسه د دغو چاودنو او بریدونو مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.


