ads

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۴ طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
1 چنګاښ 1400
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۴ طالبان وژل شوي

د دغه وزارت په خپرپاڼه کې ویل شوي چې په یاده موده کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۳۴ طالبان وژل شوي او ۱۰۳ نور ټپیان شوي دي.
د یادو نښتو پر مهال د طالبانو وسلې او ۵۷ کړۍ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.
د دفاع وزارت په خپرپاڼه کې راغلي چې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په لوګر، ننګرهار، پکتیکا، خوست، کندهار، زابل، فاریاب، بلخ، سمنګان، هلمند، تخار، بغلان، پروان، کندز او کابل ولایتونو کې اوښتې ده.
تېره ورځ هم دفاع وزارت د ۱۷۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
طالبانو بیا ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي، خو د ځینو ولسوالیو د نیولو او افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA