هغه ویلي چې د طالبانو د بریدونو پرخوالی به د دې لامل شي چې له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو سرتېرو وتلو بهیر سوکه شي.
د ده په خبره، که څه هم جوبایډن د سپټمبر تر ۱۱مې د ټولو امریکایي سرتېرو د وتلو پرېکړه کړې، خو په خبره یې، دا څه کېدایشي شرایطو ته په کتو تنظیم شي.
د پنټاګون ویاند زیاته کړې چې د امریکا پوځي چارواکي په افغانستان کې روان وضعیت په منظم ډول څاري او په خبره یې، د وتلو پرېکړې به روانو جریانونو ته په پام وشي.
دا څرګندونې پر داسې مهال مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان سرتېرو او طالبانو جګړو زور اخیستی او ګڼې ولسوالۍ د دواړو لورو تر منځ لاس په لاس شوې دي.
طالبان بیا پر ټاکلې نېټه د ټولو بهرنیو سرتېرو پر وتلو ټینګار کوي.


