ads

عثمان خان کاکړ له دې نړۍ سترګي پټي کړې

په پاکستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مشر او د سنا پخواني غړي عثمان خان کاکړ پرون تر غرمې وروسته د کراچۍ په اغا خان روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

عبدالمالک افغان
1 چنګاښ 1400
عثمان خان کاکړ له دې نړۍ سترګي پټي کړې

عثمان کاکړ، چې څو ورځې مخکې په خپل کور کې په وسله وال برید کې پر سر لګېدلی و، د درملنې په هدف له کویټې څخه کراچۍ ته یوړل شو.
د دغه ګوند یو تن غړي یوسف کاکړ پرون د کراچۍ په اغا خان روغتون کې خپلو پلويانو ته د عثمان کاکړ د مړینې خبر ورکړ.
عثمان کاکړ چي د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوله او په لوی افغانستان کې هم د امن او سولي غوښتونکی و.
ده به تل ویل چې د پاکستان حکومت د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسووهنه کوي او د یو خپلواک افغانستان هیله یې درلوده.
د پاکستان تر څنګ په افغانستان کې هم ګڼو سیاستوالو او د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو د هغه پر مړينه خواشیني ښودلې او د عثمان کاکړ مړينه يې د پښتون ولس لپاره یوه لویه ضايع بللې ده.
عثمان خان کاکړ، چي ۶۰ کاله عمر يې درلود، په ۱۹۶۱ م کال د بلوچستان ایالات د قلعه سیف الله په مسلم باغ سیمي کې دې نړۍ ته سترګي غړولي وې.
سیمي کي دې نړۍ ته سترګي غړولي وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA