ads

طالبانو په دوحه کې له هندي پلاوي سره کتلي

د قطر هېواد یو لوړي چارواکي په دوحه کې د طالبانو او هندي پلاوو تر منځ د کتنې خبر ورکړی.

محمدخان بریال
1 چنګاښ 1400
طالبانو په دوحه کې له هندي پلاوي سره کتلي

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي «مطلق قحطاني» «د امریکایي او ناټو سرتېرو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د سولې» تر سرلیک لاندې یوې انلاین غونډې ته دا څرګندونې کړې دي.
نوموړي هندو ورځپاڼې ته ویلي، افغانستان د سولې په تړاو چې هره لیدنه ترسره کېږي، باید د ښکېلو لورو تر منځ د اختلافونو د حل لامل شي.
د قطر هېواد دغه چارواکي ټینګار کړی چې یاد هېواد هغه ډله په رسمیت نه پېژني چې د زور له لارې واک ته ورسېږي.
د ده په وینا، افغانستان باید تر دې وروسته د نیابتي جګړې په ډګر بدل نه شي.
د راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر دوه ځلې قطر هېواد ته سفر کړی دی.
تر اوسه د هند حکومت په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو د دوی او هندي چارواکو تر منځ لیدنه په رسمي ډول تایید کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA