سروردانش: افغان سرتېري به ډېر ژر طالبانو ته درس ورکړي

د جمهوري ریاست دویم مرستیال سروردانش د سه شنبې په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، طالبانو چې کومه څپه ځانته جوړه کړې، هلته به ډوب شي او افغان سرتېري به ژر هغوی ته ځواب ورکړي.