هغه زیاتوي چې د افغانستان مرکزي سیمو او شمالي ولایتونو په اویایمو لسیزو کې ښودلې چې په هېڅ صورت زورواکۍ ته نه تسلیمېږي او طالبانو ته به د واکمنۍ اجازه ورنه کړي.
د دانش په خبره، طالبان او د هغوی ملاتړي په ډېرې بې شرمۍ سره پیل شوې جګړه بریا بولي او په ښکاره هڅه کوي چې نورې سیمې هم ونیسي.
نوموړي ټینګار کړی چې طالبان به له سیاسي حل لارې پرته په هېڅ صورت د جګړې له لارې واک تر لاسه نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ګڼې سیمې د طالبانو او افغان سرتېرو تر منځ لاس په لاس شوې دي او اوس هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.


