ads

جمهور رییس غني ابراهیم رییسي ته مبارکي ویلي

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې جمهور رییس محمد اشرف غني د ایران نوي ټاکل شوي جمهور رییس سید ایراهیم رییسي ته د هغه هېواد په ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې ده.

محمدخان بریال
1 چنګاښ 1400
جمهور رییس غني ابراهیم رییسي ته مبارکي ویلي

جمهور رییس زیاته کړې چې افغانستان او ایران دواړه ګاونډي هېوادونه دي او هیله یې څرګنده کړې چې تر دې وروسته به د تهران او کابل تر منځ په بېلابېلو برخو کې همکاري لا ډېره شي.
د ايران نوي ټاکل شوې ریيس سيد ابراهيم ریيسي هم د جمهور رییس غني له ټليفوني اړیکې مننه کړې او د دواړونو هېوادونو ترمنځ يې د اړيکو او همکاريو پر پراختيا ټينګار کړی.
د یادولو وړ ده چې ابراهیم رییسې د شنبې په ورځ د ایران په ترسره شوو ټاکنو کې د اکثریت رایو په تر لاسه کولو د دغه هېواد نوی جمهور رییس وټاکل شو.
خو د امریکا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو بیا ویلي چې په دغو ټاکنو کې ګڼ کسان د رایې ورکولو له حق څخه محروم شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA