ads

امنیتي ځواکونو د بلخ ولسوالي بیرته ونیوله

د افغانستان دفاع وزارت د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
1 چنګاښ 1400
امنیتي ځواکونو د بلخ ولسوالي بیرته ونیوله

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې کومانډو سرتېرو له طالبانو سره تر یو نیم ساعته جګړې وروسته دا ولسولي بیرته ونیوله.
خبرپاڼه زیاتوي، افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه نهه بجې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړل چې د شپې تر ۱۰ بجو او ۴۰ دقیقو یې دوام درلود.
د سرچینې په وینا، په دغو عملیاتو کې تر ۳۱ ډېر طالبان ووژل شول او د بلخ بالا حصار بیرته د افغان سرتېرو لاسته ورغی.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د مزارشریف ښار له دروازې سره نېږدې طالبان لیدل شوي وو، خو افغان سرتېرو بیرته یاده سیمه د طالبانو له شتون پاکه کړه.
تېره ورځ په ولسي جرګه کې د بلخ استازي، د ولایتي شورا غړي او پخواني جهادي قومندانان راټول شوي وو او د طالبانو پر وړاندې یې د بریدونو خبر ورکړ.
هغوی خلکو ته ډاډ ورکړ چې په هېڅ صورت به مزارشریف ښار د طالبانو لاسته ونه لوېږي او خلک د افغان سرتېرو تر څنګ ولاړ دي.
د یادولو وړ ده چې اوسمهال د بلخ ولایت ګڼې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې، خو افغان سرتېری یې د بیرته نیولو لپاره د عملیاتو پیلېدو خبر ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA