ads

اجمل عمر شینواری د امنیتي سکټور ویاند وټاکل شو

د افغانستان د کورنیو چارو، دفاع وزارت او د ملي امنیت شورا ویاندویان او مطبوعاتي دفترونه به تر دې وروسته له نوموړي سره په ګډ کار کوي.

محمدخان بریال
1 چنګاښ 1400
اجمل عمر شینواری د امنیتي سکټور ویاند وټاکل شو

د امنیتي سکټور ویاند اجمل عمر شینواري په همدې هدف جوړې شوې غونډې ته وویل چې په امنیتي سکټور کې د نوي بدلون په راتګ سره به اوسنی امنیتي حالت په بشپړه توګه مدیریت شي.
په ورته وخت کې په ستراتیژیکو چارو کې د جمهور رییس سلاکار وحید د طالبانو ځینو خوځښتونو ته په اشارې سره وایي چې طالبان نور د خلکو په زړونو کې ځای نه لري.
هغه زیاته کړه چې په وروستۍ میاشت کې د طالبانو توره څېره خلکو ته ښکاره شوه او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د دې ډلې پر وړاندې خلک د افغان سرتېرو تر څنګ درېدلي دي.
هغه زیاته کړه چې طالبان په هېڅ ولسوالۍ کې د تل لپاره نه شي پاتې کېدای او د امنیتي حالت ښه کېدو لپاره به امنیتي ادارې جدي هڅې وکړي.
د امنیتي سکټور په مطبوعاتي برخه کې پر داسې مهال دا بدلون راځي چې اوسمهال د هېواد ډېری ولسوالۍ له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دي.
خو امنیتي ادارې بیا د دغو ګواښونو د مخنیوي خبر ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA