له امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د کابل پولیسو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ښار په بېلابېلو برخو کې اوپراتیفي عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې ۱۹ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، نیول شوو کسانو په تښتونو، ټپي کېدو، د موټرونو په غلاوو، د غیرقانوني وسلو په ګرځولو او یو شمېر نورو جنایي جرمونو کې لاس درلود.
له نیول شوو کسانو سره درې میله کمري وسلې هم نیول شوې دې.
که څه هم د جنایي جرمونو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ شوې، خو بیا هم هېوادوال په دې برخه کې د امنیتي بنسټونو پر لا ډېرې همکارۍ ټینګار کوي.


