ads

په لوګر کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

د لوګر امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د ښاروالۍ پر موټر د ماین چاودنې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
31 غبرګولی 1400
په لوګر کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

د امنیه قومندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي کلید ته وویل، نن تر غرمې وړاندې د لوګر ولایت پل علم ښار په اړوندو سیمو کې د ښاروالۍ د کارمندانو پر موټر ماین چاودنه کړې ده.
هغه زیاتوي، په دې پېښه کې درې تنه ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
امنیتي چارواکي وایي، د دې پېښې په تړاو د دوی څېړنې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA