ads

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۲ طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
31 غبرګولی 1400
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۲ طالبان وژل شوي

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د افغان سرتېرو په متقابلو بریدونو کې ۱۷۲ طالبان وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه ۵۶ کړۍ ماینونه چې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي وو، شنډ شوي دي.
طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په ننګرهار، لغمان، ارزګان، کندهار، زابل، فاریاب، بلخ، هلمند، نیمروز او کندز ولایتونو کې اوښتې ده.
طالبانو ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي، خو په ځینو سیمو کې یې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA