ads

ولسي جرګه: د جګړې په مدیریت کې لازم بدلون ته اړتیا ده

د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر الرحمن رحماني د دوشنبې په ورځ د یادې جرګې عمومي عونډې ته په خبرو کې وویل، د سولې خبرو تر درېدو او د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته د ښکېلو لورو تر منځ جګړه سخته شوې ده.

محمدخان بریال
31 غبرګولی 1400
ولسي جرګه: د جګړې په مدیریت کې لازم بدلون ته اړتیا ده

هغه زیاتوي، د طالبانو د بریدونو ډېرېدل او په هېواد کې رواني جګړې هېوادوال سخت اندېښمن کړي دي.
نوموړي له حکومت وغوښتل چې د جګړې په مدیریت کې لازم بدلونونه راولي او جنګي مدیران د تجربو پر اساس وټاکي.
رحماني د حکومت مشرانو او سیاسي رهبرانو ته په خطاب کې وویل چې افغانستان اوسمهال تر بل هر وخت سترې سیاسي اجماع ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر ولسوالۍ د نښتو له امله د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ لاس په لاس شوې دي.
خو افغان حکومت وایي، ډېر ژر به هغه ولسوالۍ بیرته ونیسي چې د تکتیکي شاه تګ په پایله کې خوشې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA